Jump to content

Draft:Miakhil

From Wikipedia, the free encyclopedia

د میاخېلو تاریخي او نسبي شجره / The Historical and Genealogical Background of the Miakhil Tribe

[edit]

پښتو برخه

[edit]

۱. پېژندنه او نسب

[edit]

ډاکټر لطیف یاد وایي، که د میاخېلو د نسب شجره په غور سره وڅیړو، نو څرګنده کیږي چې میاخېل د لودي پښتنو یوه څانګه ده، چې د لودي ټبر د لواڼي یا نوحاني اولاده ده. لواڼي دوه میرمنې لرلې: شیرۍ او تورۍ. میاخېل د لواڼي د دویمې میرمنې (تورۍ) اولاد دی. په تاریخي اسنادو کې د میاخېلو نومونه د مي خیلو، میان خیلو، او ما یخیلو په بڼه هم لیدل شوي دي.

۲. تاریخي استوګنځایونه او کډوالۍ

[edit]

په پیل کې میاخېل د کټواز په سیمه کې مېشته ول، په جنوبي برخه کې یې ځمکې درلودلې، او پوونده کوچیان وو چې د هند، بخارا، چین او ایرانه پورې د خپلو اوښانو له لارې سوداګریز کارونه کول. د ژمي په موسم کې د دامان او ټانک سیمو ته کډه کول، او د خپلو تولیداتو لکه وریښمین، زربفت، سنډي او سپڼسین ټوکران انتقالول، د دوی عمده فعالیتونه وو. وروسته، غلجیو سلیمان خېلو دوی له کټواز وشړل. د بختیار د قبیلې مالداران د میاخېلو په مرسته سرواڼیو ته ماتې ورکړه او په ګډه د ځمکې وېش یې وکړ، چې درې برخې میاخېلو او یوه برخه بختیارو ته ورسیده.

۳. د قبیلې ښاخونه او څانګې

[edit]
لوی ښاخ څانګې / خېلونه
سین خېل زکوړي، وړوکي، عمرزي، اباخېل، موسی زی، اکاخېل، بروزخان خېل
سوټ خېل شادي خېل (بیګو خېل، تترخېل), سیدخېل (تاروخېل، غلام خېل), شاهي خېل (خلیل خېل، علي خان خېل، قمر خېل), ملاخېل, بلوڅ خېل
نورې څانګې طاوس خېل، خدوخېل، یعقوب خېل

۴. د لودي واکمنۍ کې رول

[edit]

کله چې سلطان بهلول لودي په ۱۴۵۰ کال کې په هند واکمن شو، د لښکرو لویه برخه د میاخېلو نوابانو وه. دوی ته لوړې سرکاري دندې او جاګیرې ورکړل شوې وې. کله چې د لوديانو وروستی واکمن ابراهیم لودي د مغولي بابر له لاسه مات شو، نو د نوابانو ډېر شمېر بیرته درابڼ ته راستانه شول.

۵. د خاني او مشرتوب تاریخ

[edit]

د میاخېلو هره څانګه ځانته خان یا ملک لري چې د خپلو خلکو شخړې حلوي. د تاریخ له مخې، د درابڼ په سیمه کې د میاخېلو خاني د سیدخېلو د خدوخېلو کورنۍ په لاس کې وه.

۶. اوسني مېشت‌ځایونه

[edit]

میاخېل د افغانستان په غزني، کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، بغلان، کندز، روزګان، کندهار، غور، بادغیس، پکتیا، پکتیکا، خوست، وزیرستان، پېښور او د جنوبي پښتونخوا په کوئیټه، دامان، ژوب او بوري کې مېشت دي. همدارنګه په هند، پاکستان، ایران او کشمیر کې هم مېشت دي. د کابل ولایت جنوب ته د موسهي په ولسوالۍ کې دوه میاخېلي کلیو شتون لري: بر میاخېل او کوز میاخېل, چې زیاتره یې د یعقوب خېلو څانګې پورې اړه لري. د دواړو کلیو په هر یوه کې د پنځوسو او شپیتو تر منځ کورنۍ مېشته دي. په خوست ولایت مرکز کې درې میاخېلي کلی دي:

  • یو یې په پنزایه شمل میاخېل کې، د میا صاحب محمود میاخېل کلی یا د میاخېلو کلی, چې تر ۵۰–۶۰ کورونو پورې لري. په دې سیمه کې د میاخېلو قبیلې روحاني مشر او چې ویاړمن نوم یې پاتې شوی هغه میاصاحب محمود میاخېل وو.
  • ختیځ ته د کرامت خان میاخېل کلی, شاوخوا ۴۰ کورونه لري.
  • درېیم کلی د لنډي کلي یا پخواني هوایي میدان تر څیرمه، د میاخېلو ترڅنګ د نورو ټبرونو خلک هم پکې ژوند کوي.

۷. علم، ادب او دیني مقام

[edit]

میاخېل دینداره، خوش مزاجه او د علم سره مینه لرونکي خلک دي. په دوی کې ښوونکي، پوهنتون استادان، لیکوالان، شاعران، ژورنالیستان، انجینران، ډاکټران او لوی دیني عالمان شامل دي.

۸. ماخذونه

[edit]
  1. پښتنې قبیلې، ډاکټر لطیف یاد (مخونه ۲۶۷-۲۶۸)
  2. حیات افغاني، ډپټي حیات محمد خان، ژباړه ډاکټر لطیف یاد، (مخونه ۳۱۱-۳۱۲)
  3. د پښتنو قبیلو شجرې او مینې، پوهنوال محمد عمر روند میاخېل، (مخ ۲۷۸-۲۸۰)
  4. تاریخ حیات افغاني، مخ ۳۱۲
  5. د کابل د موسهي ولسوالۍ د میاخېلو په اړه د ښاغلي عطا محمد میاخېل معلومات

English Section

[edit]

1. Introduction and Lineage

[edit]

According to Dr. Latif Yaad, the Miakhil are a branch of the Lodi Pashtuns, descending from the Lawani (or Nohani) lineage. Lodi had two wives: Shirey and Tori, and Miakhil descend from the second wife, Tori. Historical documents also record the name as Mi Khail, Mian Khail, or Ma Yakhil.

2. Historical Settlements and Migration

[edit]

Initially, the Miakhil lived in the Katawaz region with agricultural lands. They were nomadic traders, transporting goods such as silk, brocade, and cotton textiles across India, Bukhara, China, and Iran. During winters, they migrated to the Daman and Tank areas in present-day Pakistan’s Dera Ismail Khan region. Later, the Ghilji of Sulaiman Khail expelled them from Katawaz. Miakhil, allied with the Bakhtiar tribe, defeated the local landlords and divided the fertile lands among themselves. Three portions went to Miakhil and one to the Bakhtiars.

3. Tribal Branches and Sub-Clans

[edit]
Main Branch Sub-Clans
Sin Khel Zakoori, Wroki, Umarzai, Abakhel, Musazai, Akakhel, Brozkhankhel
Sut Khel Shadi Khel (Bego Khel, Tatrakhel), Syed Khel (Tarokhel, Ghulam Khel), Shahi Khel (Khalil Khel, Ali Khan Khel, Qamar Khel), Malakhel, Baloch Khel
Other Branches Taws Khel, Khado Khel, Yaqub Khel

4. Role under the Lodi Dynasty

[edit]

When Sultan Bahlol Lodi became the ruler of India in 1450 CE, many Miakhil nobles served in his armies and administration. They received high government positions and jagirs. After the defeat of Ibrahim Lodi by Babur, many nobles returned to their native Drabann region and reestablished their settlements.

5. Leadership and Governance

[edit]

Each Miakhil sub-clan has its khan or malik, responsible for resolving local disputes. Historically, the Drabann area was under the leadership of the Khado Khel family of Syed Khel.

6. Present-Day Settlements

[edit]

Miakhil communities live in Ghazni, Kabul, Nangarhar, Kunar, Laghman, Baghlan, Kunduz, Uruzgan, Kandahar, Ghor, Badghis, Paktia, Paktika, Khost, Waziristan, Peshawar, and in southern Pakistan in Quetta, Daman, Zhob, and Bori. They